کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین لیګ ۱۳مه لوبه د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې وګټله

د ټي ټین لیګ ۱۳مه لوبه د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې وګټله

د ټي ټین په دیارلسمه لوبه کې درې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې رحمن الله ګربز ۲۲ منډې وکړې، فضل الحق فاروقي یوه ویکټ واخیسته او نوین الحق بیا ویکټ وانخیسته او لوبه ټیم ابوظهبۍ لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۳مه لوبه د ډیلي بولز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډیلي بولز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې رحمن الله ګربز ۲۲، ریلي روسو ۲۰، لوک رایټ ۲۵ او رومایرو شیفرډ ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا ډیني براګس دوه، لیام لیونګسټون او مرچنټ دی لانګي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۱۲۲ منډو هدف د څلور لوبغاړي په سوځېدو په وروستي اور کې ترلاسه کړ او ډیلي بولز لوبډلې ته یې په شپږ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د ټیم ابوظهبۍ لپاره پال سالټ ۵۶، لیام لیونګسټون ۲۵ او جیمي اورټن ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، د ډیلي بولز لخوا ډومینک ډریکس دوه او فضل الحق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …