کورپاڼه / روغتيا / د ستوني درد یا سوخت لپاره له کومو کورنیو نسخو ګټه پورته کړو؟

د ستوني درد یا سوخت لپاره له کومو کورنیو نسخو ګټه پورته کړو؟

د ستوني درد یا سوخت یوه عامه ناروغي ده چې د هوا په بدلون او د یخنۍ په راتګ رامنځته کېږي. د هوا په بدلیدو سره که د ستوني درد یا سوخت پیدا شي، نو نه یوازې د اوبو څښل بلکې د نوړۍ تېرول هم ستونزمنوي.

د دې ناروغۍ لپاره ډاکټر ته مراجعه کول دومره اړین نه وي، بلکې په کورنیو نسخو یې هم درملنه کېدلی شي. یعنې که د ستوني تکلیف لرئ نو هر دوه ساعت وروسته ګرمې اوبه وڅښئ.

د ستوني په درد کې د تورو مرچو کارول هم ګټور وي، ځکه چې دا د میکروبونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، نو له هر خوراک وروسته څلور تر پنځه دانې تور مرچ وخورئ. د دې لپاره یو کاشوغه غوړیو کې د تورو مرچو پوډر ګرم کړئ او و یې څښئ، د ستوني درد به مو سمدستي آرام شي.

بل لوري ته شات، چې په طبیعي شفاء ده او ګڼ شمېر احادیث کې یې هم یادونه شوې، چې په اړه یې ډېر احادیث راغلي دي، انټي سیپټیک ځانګړټیا د ستوني درد ډېر ژر له منځه وړي.

دغه د مالګې په اوبو سره غړغړه کول د ستوني دردناک سوخت کموي او بکتریاوې یې له منځه وړي، د دې لپاره نیم کاشوغه مالګه په ​​یو ګیلاس ګرمو اوبو کې واچوئ او بیا یې له یوې نه تر دوو دقیقو پورې غړغړه کړئ، خو پام مو چې تېرې مو نشي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …