کورپاڼه / روغتيا / په نهاره د هوږې استعمال زیانمن وي او که ګټور؟

په نهاره د هوږې استعمال زیانمن وي او که ګټور؟

هوږه نه یوازې د خواړو خوند ډېروي، بلکې ساینس وايي چې د ناروغیو په وړاندې د درملو ځانګړتیاوې لري.

که له یوې خوا ساینسي څېړنې د هوږې په ګټورتوب اعتراف کوي، خو د دې څېړنو پایلې ثابتوي چې د هوږې په اړه د لرغوني یونان، فارس، روم، چین او نورو هېوادونو د طبیبانو نظر هم تر ډېره سم و.

هوږه د بدن د وازدې په سوځولو او د وزن په کمولو کې ګټوره ده او د انټي اکسیډنټ ځانګړتیاوو په لرلو سره بکتریاوې له منځه وړي. دغه راز متخصصین یې هم د ډېرو ناروغیو درملنې لپاره په نهاره یا تشه ګېډه د استعمال سپارښتنه کوي.

په تشه ګېډه د هوږې خوړل د خېټې بکتریا کمزوري کوي او د هوږې له قوت سره یې له مبارزې کولو غورځوي او په پایله کې له ډېرو ناروغیو خوندیتوب رامنځته کوي. که د وینې شریانونه مو بند وي نو هره ورځ په تشه ګېډه هوږه وخورئ، ځکه دا د وینې غوړو په کمولو کې اغېزمن تمامېږي.

بل لورې ته د هوږې خوړل اشتها ښه کوي او د هاضمې پروسه پیاوړې کوي. سربیره پر دې هوږه یو له هغو غوره موادو څخه شمیرل کیږي چې د انسان بدن له زهرجن موادو څخه ساتي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …