کورپاڼه / کرکټ / محمد رضوان: ما د خپل ژوند لومړني بیټ اخیستلو ته تلویزون خرڅ کړی و

محمد رضوان: ما د خپل ژوند لومړني بیټ اخیستلو ته تلویزون خرڅ کړی و

د پاکستان کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي محمد رضوان ویلي، کله چې د لومړي ځل لپاره د کرکټ لوبغالي لېدو ته تللی و، نو هلته د لوبغالي ساتونکي په څپېړه وهلی و او شړلی یې و. نوموړي دا څرګندونې په یوه مرکه کې کړي دي.

محمد رضوان، چې له یوې غریبې کورنۍ څخه ده، ویلي په دې خو ټول پوهېږي چې زه د کومې لویې کورنۍ څخه نه یم او په دې به ډېر لږ خلک پوهېږي، کله چې مې کرکټ پیل کړ نو د لوبې سامان راسره نه و.

نوموړي ویلي، چې زموږ په کور کې ټلوېزون نه و، خو دا چې ما له کرکټ سره لېوالتيا لرله، نو له همدې امله مې نيکه راته يو تلويزيون واخيست، ترڅو لوبې وګورم، وروسته مې هماغه تلويزيون وپلوره او لومړنی بیټ مې پرې واخيست.

هغه زیاته کړې، چې یو ځل له ملګرو سره د پېښور کرکټ لوبغالي ته تللی وم، کله چې ور دننه شوم، نو ساتونکې یې رانه پوښتنه وکړه، چې دلته څه کوې، ما ځواب ورکړ، چې د لوبغالي لیدو ته راغلی یم، هغه په څپېړه ووهلم او تر ننه یې ملګري راته یادوي.

د یادونې وړ ده چې محمد رضوان د روان کال تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی او اوسمهال د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې څلورم مقام لري.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …