کورپاڼه / کرکټ / شاهد افریدي د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې استازیتوب رد کړ

شاهد افریدي د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې استازیتوب رد کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون لوبغاړي شاهد افریدي د کویټې ګلیډیټرز لوبډلې استازیتوب رد کړی دی. هغه ویلي چې ما د کومې ځانګړې لوبډلې د استازیتوب خبره نه ده کړې.

شاهد افریدي له يوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې نه پوهيږي چې د پي ایس اېل راتلونکي پړاو سیالیو کې به د کومې لوبډلې استازیتوب کوي، خو پر وینا یې د هرې لوبډلې لپاره لوبېږي.

هغه ویلي، چې تر اوسه یې د پي ایس اېل اووم پړاو سیالیو کې له کومې لوبډلې سره د لوبېدو پرېکړه نه ده کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې ډېر بختور دی چې د ملتان سلطانز او کویټه ګلیډیټرز لوبډلې ورسره مینه لري.

ياده دې وي چي د کویټه ګليډييټر لوبډلې مالک نديم عمر په وار وار ويلي دي چي شاهد آفريدي به د پي ايس ايل راتلونکي پړاو کې له دوی سره وي.

د معلوماتو ترمخه، د پاکستان سوپر ليګ د اووم پړاو لوبې په کراچي او لاهور کې پلان شوي دي او د لوبغاړو ډرافټ مراسم به د دسمبر په دويمه اوونۍ کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …