کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نارترن واریرز لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

نارترن واریرز لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

د ټي ټین په څوارلسمه لوبه کې یوازې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل شو، محمد شهزاد د تېر په څېر بیا ونه ځلېده او لوبه نارترن واریرز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۴مه لوبه د چینای بریویس او نارترن واریرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د چینای بریویس د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نارترن واریرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې معین علي او کینر لیویس ۴۹-۴۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د چینای بریویس لخوا کریټس کمفیر دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړه.

د چینای بریویس لوبډله د ۱۵۳ منډو هدف په ترلاسه کولو پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۳ او له نارترن واریرز لوبډلې یې په ۱۹ منډو وبایلله.

د چینای بریویس لپاره بهانکا راجاپاکسا ۳۴، روي بوپارا ۳۰ او خالد شاه ۱۸ منډې وکړې، نارترن واریرز لخوا اوشان توماس درې، جوش لیټل او عمر علي دوه-دوه، عمران طاهر، ابهیمانو متن او ریاد ایمرت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …