کورپاڼه / روغتيا / په رنګ سره درملنه او اغېزې یې

په رنګ سره درملنه او اغېزې یې

د رنګ درملنه د درملنې هغه میتود دی چې ډاکټران یې په مرسته د ناروغانو درملنه کوي. په دې اړه پوهان وايي، رنګونه هم ژبه لري، هم اغېزې او هم یې د درملنې پایله حیرانوونکې دي.

په دې میتود د ځینو ناروغیو درملنه په دقیقو کېږي یا هم پنځوس سلنه ښه کیږي، په ځانګړې توګه د ملا درد، شدید درد، د ګوتو او لاسونو درد او داسې نور.

په رنګ او رڼا سره د ناروغیو درملنه دومره ساده ده، چې حتی یو ساده سړی هم ترې ګټه پورته کولی شي. دا درملنه لږ وخت نیسي، لږ لګښت لري او درمل یې تل تازه کارول کیدی شي.

ګلابي: ګلابي رنګ اعصاب له فشار څخه ساتي، د رواني روغتیا په ډېرو مرکزونو کې دا رنګ د دیوالونو د رنګولو لپاره کارول کیږي او موخه یې دا وي چې خلک کنټرول وساتي.

ژېړ: ژېړ رنګ د لمر په رڼا کې هم منعکس کیږي او د طبیعت په هره نظاره کې لیدل کیدی شي.

نیلي رنګ: نیلي رنګ د ناروغۍ او درد په حالت کې آرام ورکوي، چې د ناروغ ذهني فشار کموي او ویل کیږي هغه څوک چې سپي خوړلی وي د هغوی لپاره ګټور دي.

سور رنګ: سور رنګ بدن او دماغ تحرک ته هڅوي او د وینې جریان ګړندی کوي ، دا رنګ د انسان د احساساتو بشپړ استازیتوب کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …