کورپاڼه / خپلواک / راهول: تر نړيوال شل اوريز جام مخکې هره لوبه زموږ لپاره زده کړه ده
راهول

راهول: تر نړيوال شل اوريز جام مخکې هره لوبه زموږ لپاره زده کړه ده

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د هندۍ لوبډلې د پيل او چټک توپوهونکى کى ايل راهول وايي، چې تر راتلونکي ٢٠٢٠ نړيوال شل اوريز جام مخکې هره لوبه د دوى لپاره يوه زده کړه ده او له هرې لوبې زده کړه کوي تر څو په نړيوال جام کې بيا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي دا خبرې د ويسټ انډيز پر وړاندې د دريمې شل اوريزې لوبې نه وروسته له رسنيو سره وکړې. دغه لوبه چې د دسمبر په ١١مه نېټه د هند په ممبۍ کې ترسره شوه، هندۍ لوبډلې پکې په ٦٧ منډو بريا خپله کړه.

راهول په دغه لوبه کې په ٥٦ توپونو چټکې ٩١ منډې ترلاسه کړې، همدا راز لوبډلمشر ويراټ کوهلي او روهيت شرما هم چټکې پنځوسيزې وکړې او ويسټ انډيز ته يې په ٣ ويکټو د ٢٤١ منډو هدف وټاکه. خو د درې شل اوريزو لوبلړۍ په دغه وروستۍ لوبه کې هند بريا خپله او ويسټ انډيز ته يې د ٢-١ سره په لوبلړۍ کې ماته ورکړه.

هغه وويل، چې روهيت او ويراټ د خطرناکې لوبې وړتيا لري او کولاى شي چې چټکه لوبه ترسره کړي. هغه وويل زه ډېر خوشحاله يم چې موږ دغه لوبه په اسانۍ وګټله او لوبلړۍ مو په خپل نوم کړه.

راهول وويل، چې لومړى توپوهنه کول ډېره ګټوره ځکه ده، چې يو ستر هدف سيالې لوبډلې ته ورکولاى شو. هغه وايي چې زموږ هره لوبه د ٢٠٢٠ راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره يوه زده کړه ده، يو تمرين دى او موږ به هڅه کوو چې په نړيوال جام کې هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …