کورپاڼه / روغتيا / د سترګو لاندې تورې حلقې ولې پیدا کېږي؟

د سترګو لاندې تورې حلقې ولې پیدا کېږي؟

ډېر شمېر خلک د سترګو لاندې د تورو حلقو په سبب ځورېږي او تر ډېره حده یې شخصیت اغېزمن کېږي، خو په علت یې نه پوهیږي.

متخصصه ډاکټره روشني پټیل وايي، چې د ډېرې مالګې استعمال کولی شي چې د سترګو لاندې تورې حلقې رامنځته کړي، نو که په خوړو کې د مالګې اندازه کمه شي، یاده ستونزه له منځه وړي.

روشني پټېل ​​ويلي، زياته مالګه په بدن کې د مايعاتو د پاتې کېدو خطر زياتوي او معمولاً دغه مايع د سترګو لاندې راټولېږي او په دې ځای کې د پوستکي رنګ تورېږي.

هغه کسانو چې د سترګو لاندې تورې حلقې لري او له دې حالت څخه ځورېږي، باید په خپلو خوړو کې د مالګې اندازه کمه کړي.

هغه څوک چې د وینې کمښت لري، هغوی باید په خپل رژیم کې اوسپنه لرونکي خواړه شامل کړي، ځکه چې دا نسجونو ته د اکسیجن په لیږد کې مرسته کوي او د سترګو لاندې تورې حلقې له مینځه وړي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …