کورپاڼه / کرکټ / د بنګله دېش لوبډلمشر له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د بنګله دېش لوبډلمشر له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د بنګله دېش الراونډر لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمود الله له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.

دغه ۳۵ کلن کرکټر، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې ټیسټ کرکټ پیل کړ، په ۵۰ ټیسټ لوبو کې یې د ۳۳.۴۹ په اوسط سره ۲۹۱۴ منډې جوړې کړي، چې ۵ سلیزې او ۱۶ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او ۴۳ ویکټې یې هم اخیستي دي.

‏محمودالله په ۶ ټیسټ لوبو کې د بنګله دېش لوبډلمشري هم کړې ده. هغه د روان کال په جولای میاشت کې د هراري سپورټس کلب کې د زمبابوې خلاف خپله ۵۰مه ټیسټ لوبه وکړه.

دا د محمودالله لپاره یو مهم فرصت و ځکه چې هغه په ​​لومړي پاڼۍ کې ۱۵۰* منډې جوړې کړې او بنګله دیش د زمبابوې په وړاندې لوبه کې په ۲۲۰ منډو بریا خپله کړه او نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، چې په دې توګه یې په لومړۍ او وروستۍ لوبه د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نوموړي په یو بیان کې ویلي چې داسې یو فارمیټ پرېښودل، چې ډېره موده یې برخه یم، پرېښودل آسانه نه دي، خو زه باوري چې دا زما د کیریر د ختمولو غوره وخت دی.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …