کورپاڼه / جالب / په هند کې له یوې ناوې، خاوند تښتېدلی، هغې ورته د کور مخې ته پرلت وهلی

په هند کې له یوې ناوې، خاوند تښتېدلی، هغې ورته د کور مخې ته پرلت وهلی

په هند کې د یوې ناوې د واده له مراسمو د هغې خاوند تښتېدلی او ناوې ورته د کور مخې ته پرلت وهلی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د هند د اوډیشا ایالت په برهماپور ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناوې د خپل کوژدې لخوا د واده په مراسمو کې یوازې پرېښودل شوه.

د ویلو ده چې ناوې ډیمپل ډیش او د هغې کوژدن سومیت ساهو تیر کال په قانوني توګه واده وکړ. خو د کورنیو ستونزو له امله، ناوې د خپل پلار کور ته ستنه شوه. خو څه موده وړاندې یې کورنیو د ستونزې د حل پرېکړه وکړه او د لږ شمېر مېلمنو په شتون یې کې د هندوانو د دودیزو رسمونو په ترسره کولو د واده کولو هوډ وکړ.

خو کله چې ډیمپل او کورنۍ یې د واده ځای ته ورسېدل، نو هلته نه سومیت او نه یې د کورنۍ کوم غړی و. ناوې وایي، د زوم کورنۍ نه وه راغلې او بار بار زنګونو او پیغامونو ته یې ځواب نه ورکاوه.

نو له هغې وروسته ناوې له خپلې مور سره یوځای د خپل خاوند کور مخې ته د پرلت وهلو پرېکړه وکړه. ناوې وایي که خاوند یې کور ته بو نه ځي نو تاوان به وکړي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …