کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان نوي اداکاران وننګول

سلمان خان نوي اداکاران وننګول

د بالیووډ وتلي ستوري سلمان خان ويلي، که نوي اداکاران غواړي چې ستوري شي، باید سخت کار او خواري وکړي.

سلمان خان، چې له درېیو لسیزو راهیسې پر بالیووډ سینما بادشاهي کوي، له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې وایي چې د دې مقام تر لاسه کولو لپاره ډېره خواري کړې ده.

نوموړي زیاته کړې ده، چې هغه اوس هم په پنځه پنځوس کلنۍ کې سخت کار او خواري کوي، که نوي اداکاران زما ځای نېول غواړي نو هغوی باید سخته خواري وکړي، د هغوی لپاره تش میدان نه پرېږدم.

سلمان خان دغه راز ویلي، چې د فلمي ستورو دو نه ختمېږي، په هر دور کې یو نه یو ستوری وي او د دې لپاره سخت کار او خوارۍ ته اړتیا وي، زه له پنځوس کلنۍ څخه په ډېر عمر کې هم خواري کوم.

د یادونې وړ ده چې سلمان خان د رادی فلم له خپرولو وروسته تر سختو نېوکو لاندې راغلی و او ډېرو فلمي شنونکو ویلي ول، چې نور یې فلمي کیریر ختم شو.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …