کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله

سریلانکا لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه سریلانکا په ۱۸۷ منډو وګټله.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګاللي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۳۳.۵ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۸۶ منډې یې جوړې کړې. چې له ډلې یې لوبډلمشر دیموت کرونارتني ۱۴۷، پاتوم نېسانکا ۵۶، دننجایا ډي سلوا په ۶۱ او دینش چندیمال ۴۵ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره روسټن چیس غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان درې او شانون ګبریل دوه ویکټې ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز لوبډلې پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي، ۲۳۰ منډې یې جوړې کړې، چې کریګ بریتویټ ۴۱، کایلي مایریس ۴۵، جیسن هولډر ۳۶ او رحکیم کورنوال ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لپاره پروین جایاویکرامه څلور او رامیش منډیس درې، دننجایا ډي سلوا، سرنګا لکمل او لاست ایبولدینا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سریلانکا دویمه پاڼۍ کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې، پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او ویسټ انډیز ته یې د ۳۴۸ منډو هدف وټاکه، چې دیموت کرونارتني ۸۳ او نجیلو میتویس ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لخوا جومیل واریکان او رحکیم کورنوال دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز د ۳۴۸ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او په ۱۸۷ منډو یې بریا خپله کړه، چې له ډلې یې نیکروما بونر ۶۸ او جیشوا ډي سلوا ۵۴ منډې وکړې. د سریلانکا لخوا لاست ایبولدینا پنځه، رمیش مینډیس څلور او پروین جایاویکرامه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …