کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د کورکمن د استعمال ګټې څه دي؟

په ژمي کې د کورکمن د استعمال ګټې څه دي؟

کورکمن د مصالحه جاتو له جملې څخه او ترڅنګ یې د طبي بوټو په توګه هم کارول کېږي. په دې اړه کارپوهان وایي که چېرته کورکمن په ورځني ډول د خوړو سربېره په چایو، شېدو او نورو مشروبات کې استعمال شي نو بدن ته پیاوړتیا ورکوي.

د کورکمن ګټې دومره ډېرې دي چې شمېرل یې ستونزمن دي، چې په هغې کې د وزن کمول او د وینې جریان ګړندي کول شامل دي. لکه څنګه چې کورکمن ګرم اغېز لري نو په ژمي کې یې استعمال ډېر ګټور وي.

که په ژمي کې په برابره اندازه کورکمن شېدو کې واچول شي، نو د بدن تودوخه پیدا کوي، هډوکي پیاوړي کوي او کمزوري هم له منځه وړي. دغه راز د نارنج په جوس کې هم د استعمال وړ دي.

په یو ګیلاس نیم ګرمو شېدو کې لومړی لږه اندازه کورکمن ښه ګډ کړئ، بیا پکې د کوپرې شېدې، شات، دارچیني او پوډر واچوئ او و یې څښئ.

یو ګیلاس د ګازرو جوس راواخلئ او بیا پکې ادرک او کورکمن واچوئ او له استعمال وړاندې د لېمو اوبه او شات ور شامل کړئ او ګټه ترې پورته کړئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …