کورپاڼه / خبرونه / میرویس اشرف: د افغانستان کرکټ ښځینه لوبډله به د تېر په څېر خپل کرکټ ته دوام ورکړي

میرویس اشرف: د افغانستان کرکټ ښځینه لوبډله به د تېر په څېر خپل کرکټ ته دوام ورکړي

د افغانستان کرکټ بورډ نوي سرپرست رییس میرویس اشرف ویلي دي، چې د افغانستان کرکټ ښځینه لوبډله به د تېر په څېر خپل کرکټ ته دوام ورکوي.

میرویس اشرف تېره ورځ د بورډ د مدیره پلاوي په غونډه کې ویلي، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د فعالیت دوام د کرکټ نړیوالې شورا یو مهم شرط دی او هڅه کوي، چې د دوام لپاره یې لازم امکانات برابر کړي.

هغه د کرکټ بورډ غړیو ته ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره خپلو اړیکو ته دې دوام ورکړي او اصول یې باید په ښه ډول عملي کړای شي.

څه موده وړاندې د نوي حکومت ویاند ویلي و، چې دوی به ښځینه کرکټ لوبغاړو ته له دې کبله د لوبو اجازه ورنه کړي، ځکه چې د هغوی لباس شرعي نه دی.

خو میرویس اشرف بیا ویلي چې د کرکټ نړیواله شورا مذهبي شرایطو ته قایله ده او په رڼا کې به یې د کرکټ لوبو ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …