کورپاڼه / جالب / د هند یو ډاکټر د خوشایو په خوړلو نور هم دې چټل کار ته هڅولي، وایي دا روح او بدن پاکوي

د هند یو ډاکټر د خوشایو په خوړلو نور هم دې چټل کار ته هڅولي، وایي دا روح او بدن پاکوي

یوه هندي (ایم بي بي ایس) ډاکټر د روح او بدن د پاک ساتلو لپاره د غوا خوشایو د خوړلو سپارښتنه کړې.

د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر د یوه هندي ایم بي بي ایس ډاکټر منوج میتل یوه چټله ویډیو خپره شوي، چې په هغې کې ډاکټر د غوا خوشایه خوري او متیازې یې څښي.

نوموړي ډاکټر د دې ویډیو په ذریعه هندوان دې ته هڅولي دي، چې هره ورځ یوه کاچوغه خوشایه وخوري او متیازې یې وڅښي.

ډاکټر منوج میتل په خپله ویډیو کې وايي چې دا مشوره ورته د هغه مور ورته کړې وه او ویلي ول چې له غوا هر موندل شوي شی، زموږ لپاره خورا ګټور دی او د خوشایو خوړل روح او بدن پاکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې د خوشایو خوړلو او متیازو څښلو پېښې واقع کېږي، بلکې له دې وړاندې هم دا ډول ډېرې پېښې واقع شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …