کورپاڼه / روغتيا / مېوې او سبزیجات د ویټامینونو د ترلاسه کولو غوره منبع دي

مېوې او سبزیجات د ویټامینونو د ترلاسه کولو غوره منبع دي

د یوه ښه او سالم ژوند تېرولو لپاره په برابره اندازه ویټامین ډېر اړین وي، خو په عام ژوند کې د مېوو او سبزیجاتو استعمال د ویټامین د لاسته راوړلو غوره او طببعي لار ده.

د هاضمې سیستم څخه نېولې د زړه او دماغو د غوره او اغېزمن فعالیت لپاره د بېلابېلو ویټامینونو استعمال خورا ګټور وي او مېوې او سبزیجات د ویټامین د ترلاسه کولو غوره منبع ده.

خو که چېرته له غوښې او دالو سره په مناسبه اندازه مېوې او سبزیجات وخوړل شي، نو دېته اړیتا نه پېښېږي چې د ویټامینو سپلیمنټ وخوړل شي.

په دې اړه روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ملټي ویټامین ګولیو او خوراکي توکو کارول روغتیا ته د ګټې پر ځای د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

په دې کې ځینې ​ ګټور هم دي خو ډیر استعمال یې د جدي ناروغیو لامل کیدی شي. څیړونکو موندلې چې د سبزیجاتو خوړل، د ډیرو اوبو څښل، تمرین کول او د ویټامین له ګولیو ډډه کول مهم دي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …