کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر: که په عزت راستنېدل وي، راستنېږم ګنې بېخي نه راستنېږم

محمد عامر: که په عزت راستنېدل وي، راستنېږم ګنې بېخي نه راستنېږم

د پاکستان پخوانی چټک توپ اچونکی محمد عامر یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته د راستنېدو امکانات رد کړل او ویې ویل چې په دې اړه مې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان کرکټ بورډ له نوې ادارې سره یې اړیکه نه ده نېولې، که چېرته ورسره اړیکه ونېول، نو بیا به د راستنېدو پرېکړه کوم او غواړم چې په عزت سره بېرته راستون شم، پخپله نه راستنېږم.

هغه ویلي، په کرکټ بورډ کې د بدلون سره یې خپل ذهن نه دی بدل کړی او نه غواړي چې خپله د بېرته راستنېدو اعلان وکړي. د عامر پر وینا اوسمهال له خپل ژوند او د لیګونو له کرکټ څخه خوند اخلي.

دغه راز محمد عامر د دوبۍ کرکټ کونسل د وړاندیز هرکلی هم کړی او ویلي دي چې د هند او پاکستان لوبلړۍ د ترسره لپاره باید دواړه هېوادونه سره خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې محمد عامر د پاکستان د پخواني روزونکي وقار یونس سره د اختلافونو په لرلو سره تقاعد واخیست او د دوبۍ کرکټ کونسل وړاندیز کړی چې د دوی په لوبغالو دې د هند او پاکستان لوبلړۍ ترسره شي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …