کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د ټیسټ لوبې اوله ورځ پای ته ورسېده

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د ټیسټ لوبې اوله ورځ پای ته ورسېده

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د لومړۍ ټیسټ لوبې د اولې ورځې په پای ته رسېدو سره هند ۲۵۸ منډې جوړې کړي.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په کانپور کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند د لومړۍ ورځې تر پایه ۸۴ اورونه په ښه ډول سره ولوبول او ټولو لوبغاړو په ښه ډول سره لوبه پرمخ یوړه، دوی به سبا ورځ هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

هند لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۵۸ منډې یې جوړې کړي، چې په سوځېدلو لوبغاړو کې شوبمن ګېل ۵۲، چیتشورا پوجارا ۲۶ او انجکیا رهاني ۳۵ منډې جوړې کړي.

په ولاړو لوبغاړو کې رویندرا جدیجا ۵۰ او شریاس اییر، چې لومړۍ ټیسټ لوبه یې ده، ۷۵ منډې جوړې کړي. د نیوزیلېنډ لپاره کیلي جیمیسن درې او ټیم سوتي یوه ویکټ ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …