کورپاڼه / روغتيا / د نظر کمزوري څنګه له منځه یوسي؟ طبیعي لارې یې دادي

د نظر کمزوري څنګه له منځه یوسي؟ طبیعي لارې یې دادي

هغه کسان چې د سترګو ستونزې یا کمزوري لري، هغوی کولی شي چې په دې موسم کې خپل نظر سم کړي. د ماهیانو غوښه او د ګازرو استعمال مو د سترګو د نظر ستونزې حل کولی شي.

په دې موسم کې د ګازرو استعمال ډېر ګټور وي، ځکه ګازرې د ویټامین ای او بیټا کیروټین یوه ښه منبع ده، چې دواړه د سترګو د دید په زیاتولو کې مرسته کوي او له پېړیو راهیسې خلک په همدې باور دي چې ګازرې نظر زیاتوي.

که غواړئ د سترګو یخوالی مو دوامداره وي، نو اړینه ده چې په خپل ورځني ژوند کې د کېنو او انګورو استعمال زیات کړو، ځکه چې دا په ویټامین سي بډایه میوې دي او په ژوند کې مو لوی بدلون راوستلی شي.

که چېرته بوخت مهالویش لرئ او نشئ کولی چې له موبایل او کمپیوټر څخه لېرې اوسئ نو هیڅ خبره نه ده، په اوونۍ کې دوه یا درې ځله د ماهي غوښه وخورئ، ځکه چې دا خوراکی توکی ګڼ شمېر غذایي توکي لري.

د یادونې وړ ده چې هر خوراکي توکی استعمال کړئ، خو ډېر یې مه استعمالوئ، ځکه هر شی چې له خپلې اندازې زیات شي نو زیانمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …