کورپاڼه / کرکټ / هندي لوبغاړي له خپلې ملګرې سره واده وکړ

هندي لوبغاړي له خپلې ملګرې سره واده وکړ

هندي کرکټ لوبغاړي شرییس ګوپال د روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه له خپلې ملګرې نکیتا سره د واده په تار وتړل شوه.

هندي الراونډر شرییس ګوپال د دې خبر راپور د خپل انستاګرام اکونټ له لارې ورکړی. هغه پر انستاګرام له خپلې مېرمنې سره ګډ عکس خپور کړی، چې له مخې یې دواړه د واده د رسمونو د ادا کولو په حال کې لېدل کېږي.

شرییس د هند په کورني کرکټ کې د کرناټک لوبډلې لوبډلمشر دی او ترڅنګ یې د هند غوره لیګ (آی پي اېل) کې د راجستان رایلز لوبډلې استازیتوب هم کوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شرییس ګوپال او نکیتا له ډېرې مودې راهیسې له یو بل سره مینه لري او د روان کال په لومړیو کې یې کوژده هم کړې وه.

د شرییس ګوپال د واده د عکس پر پوسټ د هغه زیات شمېر مینوال هغه ته د مبارکۍ کومنټونه کړي او ترڅنګ یې نورې تبصرې هم پرې کېږي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …