کورپاڼه / کرکټ / ایرلېنډ د امریکا او ویسټ انډیز سفر لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

ایرلېنډ د امریکا او ویسټ انډیز سفر لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

ایرلېنډ په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د امریکا پر وړاندې د شل اوریزو او د یو ورځنیو لوبو او په جنورۍ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د سوپر لیګ سیالیو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دا به لومړی ځل وي چې امریکا به د یوه بشپړ غړیتوب لرونکې هېواد کوربه وي، خو د ایرلېنډ لوبډله به بیا د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو ورځنیو لوبو، چې د سوپر لیګ سیالیو برخه ده، لپاره بشپړه چمتو شي.

د ایرلېنډ په اعلان شوې لوبډله کې د دوی مهم لوبغاړی کیون اوبراین نه دی اخیستل شوی او بل لوبغاړی جوش لیټل به یې د لنکا غوره لیګ په سبب د امریکا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه وي.

د شل اوریزو لوبو لپاره د ایرلېنډ لوبډله: انډریو بالبیرني (لوبډلمشر)، مارک ادیر، کورټیس کیمفر، ګیرت ډیلاني، جورج ډکریل، شین ګیټکیټ، جوش لیټل*، بیري مککارتي، ویلیم مک کلینټاک، نیل راک، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، لورکان ټیکر، بین وایټ، کریګ ینګ.

د یوه ورځینو لوبو لپاره لوبډله: انډریو بالبیرني (لوبډلمشر)، مارک ادیر، کورټیس کیمفر، جورج ډکریل، جوش لیټل*، انډي مکبرین، بیري مککارتي، ویلیم پورټرفیلډ، نیل راک، سیمي سنګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټر، لورکان ټیکر، بین وایټ، کریګ ینګ.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …