کورپاڼه / روغتيا / د کوپرې تېل استعمال کړئ او د ستوني تکلیف له منځه یوسئ

د کوپرې تېل استعمال کړئ او د ستوني تکلیف له منځه یوسئ

د ژمي په موسم کې د ستوني درد او تکلیف له ډېرو عامو ناروغیو څخه دي، خو د خوښۍ خبره داده، چې له یادې ستونزې ډېر په اسانۍ سره خلاصېدای هم شو.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې کوپره یو له هغه خوارکي توکو له جملې څخه ده، چې د ډېرو حیرانوونکو ګټو ترڅنګ د ستوني د خرابېدو له ستونزې مو ژغوري.

د خوراکي توکو کارپوهان او روغتباپالان په دې اند دي، چې د کوپرې تېل د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د میتابولیزم پروسه کې غوره والی رامنځته کوي.

میتابولیزم، یعنې په بدن کې د موجودو غذایي توکو ماتول او له هغې څخه انرژي ترلاسه کول، چې د دې پروسې تېزوالی د چاغښت ستونزې هم له منځه وړي او له ګڼ شمېر ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

کارپوهان وایي، که چېرته پخپل خوراک کې په منظم ډول درې کاچوغې د کوپرې تېل واچوو، نو ډېرې ګټې ورڅخه ترلاسه کولی شو. روغتیاپالان وایي چې د کوپرې په تېلو کې موجود غذایي توکي د بدن لپاره خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …