کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ځاځي بیټ بیا وچلېده او خپله لوبډله تر بریا ورسوله

د ځاځي بیټ بیا وچلېده او خپله لوبډله تر بریا ورسوله

د ټي ټین په پنځلسمه لوبه کې درې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې حضرت الله ځاځي نیمه سلیزه ووهله، کریم جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه او نجیب ځدران یوه منډه وکړه او لوبه د بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۵مه لوبه د بنګله ټایګرز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د بنګله ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې ټام بینټن ۳۰، ډیویډ ویسا ۲۵ او اودین سمیت ۲۶ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لخوا بیني هاول دوه، کریم جنت، محمد عامر او جیمس فولکنیر یوه-یوه ویکټې ترلاسه کړه.

د بنګله ټایګرز لوبډله د ۱۱۷ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو سره د نهم اور په لومړي توپ ترلاسه کړ او دکن ګلیډیټرز لوبډلې ته یې په نهو ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله ټایګرز لپاره جوهانس چارلیس ۲۲، ویل جاکس ۲۸ او حضرت الله ځاځي ۵۹ ناسوځئدلئ منډې وکړې، دکن ګلیډیټرز لخوا اودین سمیت یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ځاځی شو.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …