کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف او ویکي کوشل به راتلونکې اوونۍ د ممبۍ په محکمه کې واده وکړي

کترینه کیف او ویکي کوشل به راتلونکې اوونۍ د ممبۍ په محکمه کې واده وکړي

په دې ورځو کې د بالیووډ د مشهورې اداکارې کترینه کیف او اداکار ویکي کوشل د واده راپورونه ډېر شوي، خو تر اوسه پورې د یادو اداکارانو له لورې دا راپورونه نه رد شوي او نه یې هم پخلي شوي.

اوس هندي رسنۍ وایي چې دواړه به په راتلونکې اوونۍ کې د ممبۍ په ستره محکمه کې واده وکړي او له هغې وروسته په دودیز ډول په راجستان کې د واده مراسم ترسره شي.

تر دې وړاندې هندي رسنیو ادعا کړې وه چې د ویکي او کترینه د واده تیاریانې په راجستان په یوه هوټل کې روانې دي او د واده مراسم به د دسمبر له ۷مې تر ۱۲مې دوام وکړي.

هندي رسنۍ وايي، چې د واده لپاره هوټل کرایه شوی او د واده مراسم به هم په هوټل کې ترسره شي، خو اوس ویل کېږي، چې دواړه اداکاران به په راتلونکې اوونۍ کې د ممبۍ په یوه محکمه کې واده وکړي.

د دې تر څنګ هندي رسنۍ دا ادعا هم کوي چې د کترینه او ویکي کوشل په واده کې پر میلمنو د موبایل په راوړلو هم بندیز لګول شوی دی او د دې لپاره یوه امنیتي ډله هم برابره کړې، ترڅو کوم څوک د دوی د واده یا عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره نه کړي.

دا هم ولولئ

کترینه کیف له واده وړاندې عالیه بټ شاته پرېښوده

د بالیووډ فلمي ستورې کترینه کیف له خپل واده وړاندې خپلې ملګرې اداکارې عالیه بټ …