کورپاڼه / روغتيا / د انګورو پاڼې ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د انګورو پاڼې ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

کله چې سبزي او مېوې اخلو نو په عام ډول پرته له پاڼو یې اخلو، یعنې پاڼې یې له پامه غورځوو، خو رښتیا دا دي چې د ځینو مېوو پاڼې هم دومره حیرانوونکې ګټې لري، چې ځینې مېوې یې نلري.

انګور یوه ډېره غوره مېوه او پاڼې یې پخپل جوړښت کې انټي اکسیدنټ، میګنیزیم، اومیګا تري شخمي اسیدونه او کلسیم لري، چې هم د سلاد په توګه د ګټې اخیستنې وړ دي او هم له ورېژو او غوښې سره یوځای پخېږي.

د انګورو پاڼې د داخلي سوخت یا التهاب په کمولو کې مهم رول لوبوي او داخلي سوخت یا التهاب د زړه ناروغۍ، سرطان، الزایمر او د مفصلونو په شمول د ډیرو مزمنو ناروغیو لامل ګرځي

انګور او پاڼې یې دواړه په انټي اکسیډنټ بډایه دي او انټي اکسیدنټ د بدن حجرې د آزاد رادیکالونو څخه ساتي او پدې توګه د ډیرو ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دا پاڼې د اومیګا تري شحمي اسیدونو هم لري او اومیګا تري یو ډول صحي غوړ دی چې بدن یې پخپله نشي جوړولی، له همدې امله هغه خواړه باید غوره شي چې دا ډول غوړ لري او د کلسیم او میګنیزیم شتون یې د هډوکو لپاره خورا ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …