کورپاڼه / هنر او کلتور / سیتا قاسمي: د دې پرځای چې د نورو نیمګړتیاوې ولټوو، غوره به وي چې خپلې ځانګړنې ومومو

سیتا قاسمي: د دې پرځای چې د نورو نیمګړتیاوې ولټوو، غوره به وي چې خپلې ځانګړنې ومومو

د هېواد مشهورې سندرغاړې سیتا قاسمي، چې په پښتو او دري ژبه کې ډېرې ښکلې سندرې ویلي، لارښوونه کړې ترڅو خپلې ځانګړتیاوې ومومو او نړۍ ښکلي کړي.

سیتا قاسمي پخپله فیسبوکپاڼه خپل نوی عکس خپور کړی، چې هغه پکې ډېره ښکلې تر سترګو کېږي. هغې په دې عکس کې پسته یي رنګه جامې اغوستي دي، چې له بیګراونډ سره ښه همغږي پیدا کړې ده.

قاسمي له عکس سره لیکلي دي:((هغه څوک چې نور په بدو یادوي، په حقیقت کې اور بلوي، نېکان دا اور په روښنایۍ بدلوي او نور یې هم ځلوي.

خو هغه څوک چې بد وایي، هغه پخپل بل کړي اور کې اېره کېږي، د دې پرځای چې د نورو په بدو پسې وګرځو، غوره به وي، چې خپلې ځانګړتیاوې پیدا کدو او نړۍ ښکلې کړو.))

د سیتا قاسمي دې پوسټ، چې تقریباً اته دیرش دقیقې وړاندې شوی دی، تر اوسه پورې تر ۴۰۰۰ پورې لایکونه او له ۵۰۰ زیات کومنټونه اخیستي دي.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …