کورپاڼه / کرکټ / په نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبې یو بل تاریخ جوړ کړ

په نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبې یو بل تاریخ جوړ کړ

د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د نندارې کېدلو ریکارډ مات کړ او په دې سیالیو کې د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبې بیا تاریخ جوړ کړ.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د کرکټ په تاریخ کې لومړی ټورنمنټ چې تر ټولو ډېر کتل شوی دی او یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د راپور پر اساس، شل اوریز نړیوال جام په دوه سوه هیوادونو کې په تلویزیون او ډیجیټل پلیټ فارمونو کې نږدې لس زره ساعته ژوندی پوښښ درلود.

د معلوماتو له مخې، د کرکټ دغه ژوندۍ خپرېدلو اندازه د کرکټ په تاریخ تر ټولو زیاته وه، د لوبې لیدونکي په پاکستان، هند، اسټرالیا، انګلستان او امریکا کې ډېر زیات شوي دي.

نړیوالې شورا ویلي، چې په نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د کرکټ په تاریخ کې ډېر کتل شوې لوبه وه، چې شمېر یې ۱۶۷ میلونه کسانو ته رسېږي. یادې شورا ویلي چې له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال د ویسټ انډیز او هند ترمنځ د نیمه پایلوبې لېدونکې ډېر زیات ول، چې اوس دا ریکارډ مات شو.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …