کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بالاخره ګربز هم په زبردستې توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

بالاخره ګربز هم په زبردستې توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

د ټي ټین په شپاړسمه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې رحمن الله ګربز نیمه سلیزه ووهله او فضل الحق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه او لوبه د ډیلي بولز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۶مه لوبه د ډیلي بولز او نارترن واریرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ډیلي بولز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نارترن واریرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې روس ویټلي ۲۶ او رومن پاول ۵۶ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د ډیلي بولز لخوا شیراز احمد دوه، فضل الحق فاروقي، عادل رشید، ډومینک ډریکس، رومایرو شیفرډ یوه-یوه ویکټې ترلاسه کړه.

د ډیلي بولز لوبډله د ۱۲۹ منډو هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د لسم اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او نارترن واریرز لوبډلې ته یې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

د ډیلي بولز لپاره رحمن الله ګربز ۷۰ او لوک رایټ ۴۰ منډې وکړې، نارترن واریرز لخوا عمر علي او ریاد ایمرت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ګربز شو

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …