کورپاڼه / روغتيا / اته ډوله کورنۍ نسخې مو اته ډول روغتیایي ستونزې حل کوي

اته ډوله کورنۍ نسخې مو اته ډول روغتیایي ستونزې حل کوي

په دې خو موږ ټول پوهیږو چې د پخلنځي ډېرې مصالحې او توکي د بې شمېره لویو او کوچنیو ناروغیو د درملنې وړتیا لري، له همدې امله د کور پخلنځی له روغتون څخه کم نه دی. دلته به د اتو کورنیو نسخو په کارولو د ځینو روغتیایي ستونزو حل در وښیو.

الو بالو: د بې خوبۍ لپاره آلو بالو وخورئ، ځکه چې په دې کې د خوب لپاره میلاتونین وي او میلاټونین د شپې پرمهال د ښه خوب تضمین کوي.

لونګ: لونګ د انټي سیپټیک او بکتریا ضد خاصیتونه لري او د زخمونو د ژر رغولو وړتیا هم لري، که د لونګ پوډر په زخم باندې کېښودل، نو د غاښونو درد کې آراموي.

د ایلوویرا جیل: لمر سوځولی پوستکي ژر ښه کوۍ او که پر پوستکي ووهل شي، نو دا به نه یوازې خارښت کم کړي بلکې د پوستکي ښکلا هم زیاتوي.

بادیان: که د معدې د ګیس او بدهضمۍ په حالت کې بادیان وژول شي یا یې اوبه وایشول شي او وڅښل شي نو ستونزه هواروي.

غوړي یا شات: د ژمي په سوړ او وچ موسم کې پر چاودېدلو شونډو غوړي یا شات ووهئ.

لېمو: که چېرته د سفر پرمهال د زړه بدوالي ستونزې لرئ، نو لېمو له ځان سره وساتئ، دا د زړه بدوالي ستونزې حلوي.

بوره: که چېرته ایټکۍ لرئ، نو یوه کاچوغه بوره وخورئ یا یخې اوبه غړغړه کړئ.

ځمکي توت: که غاښونه مو ژېړ وي، ځمکي توت، سوډا او لږې اوبه سره یوځای او کریم ترې جوړ کړئ او بیا یې پر غاښونو ووهئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …