کورپاڼه / کرکټ / ټیم پین د څه مودې لپاره هر ډول کرکټ پرېښود

ټیم پین د څه مودې لپاره هر ډول کرکټ پرېښود

د اسټرالیا د ټیسټ کرکټ پخواني لوبډلمشر ټیم پین د غیر اخلاقي پیغامونو له افشاء کیدو وروسته د څه مودې لپاره له کرکټ څخه وقفه واخیسته.

ټېم پین د خپل لوبېز ژوند یوه ډېره مهمه پرېکړه کړې، هغه یوې پخوانۍ همکارې ته د غیر اخلاقي پیغامونو له افشاء کېدو ​​پرېکړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د ایشیز سیالیو په ګډون هر ډول کرکټ پریږدي.

د لوبډلې مدیر هم منلې ده چې ټیم پین د نامعلومې مودې لپاره له کرکټ څخه لاس په سر شوی او د رواني روغتیا په پام کې نیولو سره یې له کرکټ څخه د وقفې پریکړه کړې.

د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې د ټیم پین هغه غیر اخلاقي پیغامونه افشاء شول، چې په ۲۰۱۷ کال یې خپلې همکارې ته استولي ول او په همدې سبب اړ شو چې د ټیسټ لوبو له لوبډلمشرۍ لاس واخلي.

د نوموړي پرځای به د اسټرالیا لوبډلې چټک توپ اچونکی پیټ کومنز د ټیسټ لوبډلمشر شي، چې دا تقریباً له ۲۷ کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې یو توپ اچونکی د ټیسټ لوبو لوبډلمشر کېږي او سټیو سمېت به یې مرستیال لوبډلمشر وي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …