کورپاڼه / روغتيا / د مڼې سرکه په دې ډول استعمال کړئ او د مفصلونو درد مو آرام کړئ

د مڼې سرکه په دې ډول استعمال کړئ او د مفصلونو درد مو آرام کړئ

د سرکې ګټې عامې او له پېړیو راهیسې په خوړو کې د خوند او روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره کارول کېږي. سرکه د میوو له ډېرو ډولونو څخه جوړیږي د بېلګې په توګه انګور، ناک، خرما، مویز، مڼه او نور.

که څه هم سرکه د بدن د مختلفو ناروغیو د درملنې لپاره خورا ګټوره بلل کیږي، خو د مڼې سرکه د مفصلونو د درد په درملنه کې له مسیحا څخه کمه نه ده. د مفصلونو ناروغۍ د بدن د ټولو غړو لاسونو، ګوتو، زنګونونو او څنګلو د دردناک درد، سوخت او شخوالي لامل ګرځي او ورځني کارونه کول ناشوني کوي.

د دې ناروغي که درملنه نشي کیدلی، خو درد او نښې، نښانې یې ختمولی شي او د مڼې سرکه د کلونو راهیسې د مفصلونو درد لپاره د طبیعي او اغېزمنې درملنې په توګه کارول کیږي.

که چیرته په خوړو کې په برابره اندازه منرالونو او ویټامینونو سمه شتون ونلري، نو کولی شي چې د مفصلونو درد نور هم زیات کړي او د مڼې په سرکه کې موجود مګنیزیم د هډوکو سره د کلسیم په جذبولو کې مرسته کوي او د مفصلونو درد آراموي. دلته به دوه طریقې در وښیو:

لومړۍ طریقه: شپږ ګیلاسه اوبه او یوه پیاله د مڼې سرکه به راواخلئ، دواړه سره ګډ کړئ او خپلې پښې پکې د یو څه وخت لپاره ډوبې کړئ، ان شاء الله ښې پایلې به ولري.

دویمه طریقه: اوبه کې به سرکه واچوئ او بیابه شات ور زیات کړئ، نو په دې ډول به یو خوندور مشروب تیار شي او په ورځ کې دوه یا درې ځل استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …