کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د کوم ډول مېوو او سبزیجاتو استعمال ګټور وي؟

په ژمي کې د کوم ډول مېوو او سبزیجاتو استعمال ګټور وي؟

د هوا د بدلون اغیزې د انسان په روغتیا خورا منفي تمامېږي او له امله یې زکام، ټوخی، تبه او د بدن دردونه رامنځته کېږي. خو دا چې په دې موسم کې کومې میوې او سبزیجات غوره یا ډیر ګټور دي. دلته به ترې یادونه وکړو.

په ژمي کې د نارنج اوبه د طبیعي درملو په توګه کار کوي او استعمال یې د وینې جریان ګړندی کوي .سربیره پردې دا مېوه په ویټامین سي بډایه ده، چې د انسان روغتیا لپاره خورا ګټوره ده او د هوا د بدلېدو له اغیزو ساتنه کوي.

په ژمي کې د مڼې استعمال هم په طبیعي ډول بدن پیاوړي کوي او له زکام او ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. په دې موسم کې د کیوي استعمال خورا ګټور تمامېږي، بدن ته آرام ورکوي یخنۍ او د ژور خوب سبب کېږي.

ګلپي، شین چای او سور مرچک هم په ژمي کې ګټور تمامېږي او استعمال یې د زکام او اړوندو ناروغیو ساتنه کوي. سربیره پر دې هوږه هم د نارنج او نورو ترشو میوو په څېر رول لوبوي، دا د وینې جریان ګړندی کوي او د زکام مخنیوی کوي.

سور شمله مرچک هم د زکام څخه په ساتنه کې رغنده رول لوبوي ځکه چې دا په ویټامین سي کې هم بډایه سبزي ده او ترڅنګ یې ادرک ډېر داسې عناصر لري چې د ستوني درد کموي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …