کورپاڼه / جالب / د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په اړه ځینې ویرونکې وړاندوینې کړې وې، همداسې یې د ۲۰۲۲ کال لپاره هم ځینې حیرانوونکې وړاندوینې کړي دي.

ستورپوه نوسترادموس، چې د نړۍ په اړه یې ډېرې وړاندوینې کړې وې، څو ځله ریښتیا ثابتې شوي هم دي، له همدې امله هر کال د هغه مشهور کتاب بیا کتل کېږي، چې ما هغه پکې ۵۰۰ کاله وړاندې حیرانونکې خو وېروونکې وړاندوینې کړي دي.

نوسترادموس ویلي، یوه لویه فضایي ډبره به په سمندر کې راولوېږي او لوي سمندري څپې به رامینځته کړي، چې ځمکه پخپله غېږ کې واخلي او لویه ګډوډي به رامینځته کړي. سختې زلزلې به د سمندري طوفان لامل شي، او د سمندر سطحه به لوړه شي، له اسمان به د سیارو باران وشي او په زرګونو خلک به له منځه ولاړ شي.

نوسترادموس دا ادعا هم کړې چې ځمکه به د لمریزو طوفانونو او د یوه لکۍ لرونکې ستوري لخوا ویجاړ شي او دا هر څه به د کرسمس په وخت کې پیښ شي او په اسمان کې به د اورونو او سپرغیو اوږده لړۍ ولېدل شي.

نوسترادموس په یوه شعر کې د شمالي کوریا د مشر د مړینې وړاندوینه هم کړې، چې له مخې به یې په ۲۰۲۲ کال کې په ناڅاپي توګه مړ شي او مرګ به یې بدلون راولي. د نوسترادموس په وینا راتلونکی کال به په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ یو له خطرناکو اتومي بمونو څخه یو چاودنه وکړي. وړانګې به خپرې شي او هوا ته به بدلون ورکړي.

د وړاندوینې له مخې په راتلونکي کال کې به یو لوی طبیعي ناورین رامنځته شي چې له امله به یې په نړۍ کې درې ورځې تیاره وي. راتلونکی کال به د فرانسې لپاره ډېر بد وي، یو لوی طوفان به راشي چې ټوله نړۍ به اغېزمنه کړي، فصلونه او نباتات تر ډېره له منځه ولاړ شي او لوږه به خپره شي.

په جاپان کې به زلزلې راشي، چې ډېر زیانونه به ولري. اروپایي ټولنه به له منځه ولاړه شي. نوسترادموس وړاندوینه کړې، چې راتلونکی کال به د نړۍ اقتصاد په ژوره توګه بدلون ومومي او د توکو د بیو په لوړیدو سره به د نړۍ انفلاسیون په چټکۍ سره لوړ شي او په میلیونونو بې وزله خلک به د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. د متحده ایالاتو ډالر به راټیټ شي او سره زر، سپین زر او بټکوین به شتمني وګڼل شي.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …