کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر: که پي ایس اېل او نړیوال جام په اماراتو کې کېدلی شي، نو د هند او پاکستان لوبلړۍ هم لېدلی شي

محمد عامر: که پي ایس اېل او نړیوال جام په اماراتو کې کېدلی شي، نو د هند او پاکستان لوبلړۍ هم لېدلی شي

د پاکستان چټک توپ اچونکي محمد عامر ویلي، هند او پاکستان له یو بل سره له کېناستو پرته د کرکټ ستونزه نشي حل کېدلی، که په عربي اماراتو کې پي ایس اېل او نړیوال جام کېدلی شي، نو د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړي هم کېدلی شي.

نوموړي په یوه بیان کې د پاکستان پخواني کرکټ بورډ له مدیریت څخه د خپل تقاعد د بېرته اخیستلو په اړه خبرې اترې کړي.

هغه ویلي، چې تر هغې پورې له موجودې ادارې سره په دې تړاو خبرې نه کوي، ترڅو چې هغوی ورته پخپله وړاندیز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، که چېرته د کور خاوند کور ته درته اجازه نه ورکوي، نو بیا-بیا ځلې د دروازې ټکولو ته اړتیا نشته، زه له کرکټ خوند اخلم او راتلونکې کلونه هم کرکټ کولی شم.

هغه دا هم ویلي چې ویرات کوهلي غوره توپ وهونکی دی، خو سټیو سمیت ته توپ اچونه کول ستونزمنه ده.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …