کورپاڼه / جالب / د قران کریم یو آیت د یوه هندو قسمت بدل کړ

د قران کریم یو آیت د یوه هندو قسمت بدل کړ

د قرآن کریم د سورت آل عمران آیت د یوه هندي هندو سوداګر مینون قسمت بدل کړ. د دنیا نیوز د راپور له مخې، د سوبها ګروپ بنسټ ایښودونکی او رییس د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د املاکو او ساختماني شرکت اداره کوي چې د متحده عربي اماراتو، عمان، بحرین، قطر او هند په ګډون ډېر هیوادونه پوښي.

مینون د خپل ژوند له لوی راز څخه د پردې په پورته کولو سره ویلي، پنځه دېرش کاله وړاندې، زما سوداګرۍ د سقوط په حال وه، لوی زیان مخ وم او هڅه مې کوله چې هر څه سم کړم.

د سوبها ګروپ بنسټ ایښودونکي او مشر وایي، چې د امید او ناهیلۍ تر مینځ بند پاتې و، دا وخت د هغه عماني سوداګریز ملګري سلیمان العدوي هغه ته د قران کریم یوه ښکلې نسخه د ډالۍ په توګه ورکړ او په مسقط کې یې د خپل کور څخه بهر د سورة آل د یو آیت د لګولو وویل او هغه هم داسې وکړل.

د عماني سوداګر لخوا د قرآن کریم د سورت آل عمران د ۱۶۰ آیت ژباړه په لاندې ډول ده: که الله تعالی درسره مرسته وکړي نو هیڅوک به پر تاسو غالب نشي او که هغه درسره مرسته کول پریږدي نو بیا داسې څوک دی چې ستاسو مرسته وکړي او مسلمانان باید یوازې په الله باور ولري.

مینون ویلي، کله چې مې دا آیت له کور بهر په دروازه ولګاوه، نو حیرانوونکې پایلې مې ترلاسه کړې او ډېر ژر ټولې ستونزې حل شوې. دغه هندي سوداګر وايي چې له هغه وخت راهیسې یې د متحده عربي اماراتو او هند په ګډون په خپلو ټولو کورونو او دفترونو کې دا آیت راځړولی دی.

مینون، چې ۷۲ کلن سخت دریځه هندو او د سوبها ګروپ بنسټ ایښودونکی دی، وایي چې دا آیت تل په جیب کې ګرځوم او په دې سره ځان خوندي او آرام احساسوم، د قرآن دغه آیت زما د زامنو او لوڼو په کورونو کې هم شته.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …