کورپاڼه / خپلواک / د رحمان الله ګربز چټکې پنځوسيزې کهلنا ټايګرز لوبډله تر بريا ورسوله
رحمان الله ګربز

د رحمان الله ګربز چټکې پنځوسيزې کهلنا ټايګرز لوبډله تر بريا ورسوله

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان چټک او ځوان توپوهونکي د بنګله دېش تجارتي ليګ په خپله لومړۍ لوبه کې په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ١٨ توپوهونو يې پنځوسيزه پوره کړه او له دې سره يې خپله لوبډله کهلنا ټايګرز په لومړۍ لوبه کې بريا ته ورسوله.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٤مه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په ډهاکه ښار کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

چټاګرام چېلنجرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مکتار علي ٢٩ ناسوځېدلې، لينډل سيمونز ٢٦ او ناصر حسېن ٢٤ منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري روبي فريلينک، شفيع الاسلام، شاهد الاسلام او امين الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٤٥ منډو هدف په تعقيب کې د کهلنا ټايګرز لوبډلې چټکه توپوهنه ترسره کړه او ياد هدف يې په ١٣.٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه چې په خپله لومړۍ لوبه کې يې د ٨ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د کهلنا ټايګرز له لوري روبي روسو د ٢ شپږيزو او ٧ څلوريزو پر مټ په ٣٨ توپونو ٦٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او افغان چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز د ٥ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ په ١٨ توپونو ٥٠ چټکې منډې ترلاسه کړې او په ١٩م توپ باندې يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه. همدا راز مشفيق الرحيم هم ٢٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو ده چې نن په لومړۍ لوبه کې ډهاکه پلاټون او راج شاهي رايلز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې افغان چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي چټکه توپوهنه ترسره او د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو پر مټ يې په ٤٧ توپونو ٥٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …