کورپاڼه / جالب / په تشناب کې ډېر وخت تېرول د بواسیرو ناروغۍ رامنځته کوي

په تشناب کې ډېر وخت تېرول د بواسیرو ناروغۍ رامنځته کوي

ځینې کسان عادت لري کله چې تشناب ته لاړ شي نو بېرته ترې وتل کېږي او ډېر وخت پکې تېروي، خو اوس یو بریتانوي ډاکټر دا ډول کسانو ته خبرداری ورکړی دی.

د ډیلي سټار ویبپاڼې د راپور له مخې، ډاکټر کرن راجن، چې پر ټیک ټاک د روغتیایي ستونزو په تړاو ګټورې لارښوونې کوي، اوس یې ویلي چې په تشناب کې له لسو دقیقو ډېر وخت تېرول د بواسیرو ناروغۍ ته د بلنې په مانا ده.

ډاکټر کرن ویلي دي چې:((کله چې په تشناب کې ډېر وخت تېر شي، نو د مقعد پر شاوخوا د وینې ورېدونو کې التهاب رامنځته کېږي او په ځینو پېښو کې ورېدونه له بدن څخه بهر هم راوتلی شي.))

هغه وایي، دا ډول التهاب یا د ورېدونو بهر راوتل په پایله کې د وبواسیرو ناروغي رامنځته کوي، که چېرته د حاجت په رفع کولو کې ډېر وخت درڅخه لګېږي، نو خپل خوراک ته پام وکړئ.

که چېرته غواړئ چې ښه روغتیا ولرئ نو هغه خوراکي توکي له خپل ورځني ژوند څخه وباسئ، چې مجموعي روغتیا مو تر اغېز لاندې راولي.

دا هم ولولئ

د هند یو ډاکټر د خوشایو په خوړلو نور هم دې چټل کار ته هڅولي، وایي دا روح او بدن پاکوي

یوه هندي (ایم بي بي ایس) ډاکټر د روح او بدن د پاک ساتلو لپاره …