کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ایټالیې د شربت ګلې پناه غوښتنه ومنله

ایټالیې د شربت ګلې پناه غوښتنه ومنله

د شنو سترګو لرونکې افغانې مېرمنې شربت ګلې ته په ايټاليا کې پناه ورکړل شوه. شربت ګله هغه مهال مشهوره شوه، کله چې يوې نړيوالې مجلې د هغې عکس پر خپله پوښتۍ ​ خپور کړ.

د ايټاليا حکومت وايي، چې د افغانستان د اتباعو د ايستلو د پروګرام له لارې يې افغان میرمن شربت ګله د ايټاليې پلازمینې روم ته رسېدلې ده.

راپورونه وایي، چې په افغانستان کې کارکوونکې نادولتي موسسې د شربت ګلې د ایستلو غوښتنه کړې وه.

د یادونې وړ ده، مشهور امریکايي عکاس میک کیوري په ۱۹۸۴ کال کې د پاکستان د کډوالو په یوه کیمپ کې د افغانې میرمنې شربت ګلې عکس اخیستی و.

شربت ګله اوس ډېر عمر خاونده ده او اوس سمه پېژندل کېږي هم نه. د جمهور آژانس د خبر له مخې، شربت ګله په ۲۰۱۶ کال کې بېرته افغانستان ته لېږل شوې وه.

دا هم ولولئ

سپنتا د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه د اشرف غني پر ټیم او خلیلزاد واچوله

د افغانستان ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم د پخواني ولسمشر اشرف …