کورپاڼه / هنر او کلتور / په هند کې یوې ناوې د جهیز ۷.۵ میلونه روپۍ د نجونو لیلیې لپاره ځانګړې کړې

په هند کې یوې ناوې د جهیز ۷.۵ میلونه روپۍ د نجونو لیلیې لپاره ځانګړې کړې

زده کړه په هره برخه کې مهمه او ضروري ده او د واده جهیز یا توکي یوازې د شیانو په کارول دي، له همدې امله یوې ناوې په واده کې له خپل پلار نه جهیز نه دی اخیستی، خو په بدل کې یې د نجونو د لیلیې لپاره ۷.۵ میلیونه روپۍ مرسته کړې.

د هند د ځايي ورځپاڼې ډانیک بھاسکر د راپور له مخې، د راجستان ایالت په بارمار ښار کې یوې ناوې له واده وړاندې له خپل پلار څخه ډېره په زړه پورې خو حیرانوونکې غوښتنه کړې.

راپور زیاتوي، دا انجلۍ کور نومېږي او له خپل پلار کشور سینګ کانود څخه غوښتنه کړې، چې د نجونو د زده کړې لپاره ۷.۵ ملیونه هندي کلدارې مرسته وکړي.

انجلۍ ویلي چې د هغې د جهیز په پيسو دې د نجونو لپاره يوه لیلیه جوړه شي، چې پلار یې هم دا ارمان ور پوره کړ او ۷.۵ میلونه روپۍ د نجونو لیلیې لپاره ځانګړې کړې.

د انجلي دا اقدام پر ټولنیزو رسنیو کې ډېر ستایل شوی دی، ځکه هند یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د نجونو د زده کړو لپاره تر ټولو کمې پیسې ځانګړې کوي.

دا هم ولولئ

دیپکا پاډوکون د رنویر سینګ کومه ځانګړنه خوښوي

د بالیووډ مشهورې اداکارې دیپکا پاډوکون د خپل خاوند رنویر سینګ له ځانګړتیاوو د هغې …