کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه نکریزې چې کترینه کیف ته به کېښودل شي، حیرانوونکې بیه لري

هغه نکریزې چې کترینه کیف ته به کېښودل شي، حیرانوونکې بیه لري

کله چې فلمي ستوري واده کوي، نو د ټولې نړۍ پام د ځان په لورې راجلبوي او په اوس وخت کې د ډېرو رسنیو سترګې د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف ته دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کترینه کیف او ویکي کوشل به په راتلونکې اوونۍ کې د ممبۍ په یوه محکمه سره د واده په تار وتړل شي.

اوس پر هندي رسنیو د هغې د نکریزو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د راپور له مخې ادعا شوې چې کترینه کیف ته به د راجستان تر ټولو مشهوره نکریزې کېښودل شي.

هغه نکریزې چې کترینه کیف ته به کېښودل شي، د سوجت په نوم یادېږي او په ټوله نړۍ کې مشهورې دي، دا نکریزې په هند کې له پنځوس زرو تر سل زرو هندي کلدارو پورې پلورل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د کترینه کیف واده به د دسمبر له ۷مې نېټې پیل شي، چې د میلمنو نوملړ یې هم خپور کړی او په واده کې ګډون کوونکو ته د موبایل د نه راوړلو شرط هم ایښی دی.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …