کورپاڼه / روغتيا / د چایو څښل څومره ګټور وي او ولې باید چای وڅښو؟

د چایو څښل څومره ګټور وي او ولې باید چای وڅښو؟

د ژمي په موسم کې د چایو خوند نور هم ډېرېږي او د خلکو ترجیحات هم تر ډېره چایو ته زیاتېږي. زموږ په ټولنه کې نږدې هرڅوک د چای څښلو سره مینه لري او په پراخه کچه د ګټې اخیستنې وړ دی.

ځکه چې یوه پیاله چای مو سمدستي تازه کوي او د یخنۍ احساس هم تر ډېره حده پورې کموي. سربېره پر دې د چای څښلو ډېرې نورې ګټې هم شته، خو زیات شمېر خلک ترې ناخبره دي.

په چایو کې د نورو ګټورو غذایي توکو ترڅنګ انټي اکسیدنټ وي، چې د سرطاني ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او په ورځ کې درې یا څلور ځلې چای څښل د زړه د روغتیا لپاره اغېزمن تمامېږي.

که چېرته له چایو سره شېدې وا نه چول شي او پرته له شېدو وڅښل شي، نو د پوستکي له ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي او روغتیا وربخښي.

د خوراکي توکو کارپوهان په دې باور دي، که چېرته د چایو څښلو عادت جوړ شي، نو په دې سره د شکرې ناروغانو د وینې د شکر کچه تر ډېره پورې کابو کېدلی شي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …