کورپاڼه / روغتيا / د ګازرو د حلوا حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ګازرو د حلوا حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ګازرو حلوا د ژمي یو له غوره ډالیو څخه ګڼل کېږي، چې د افغانستان په ګډون په هند، پاکستان او شاوخوا ټولو هیوادونو کې خورا مشهور خواړه دي.

په دې خو ټول پوهیږي چې ګازره یو صحي سبزي ده، چې په خام او پوخ دواړو ډولونو خوړل کېږي او ډیرې ګټې لري. خو د ګازر حلوا د روغتیا لپاره هم ګټوره ده او د ژمي په موسم کې یې کارول د روغتیا لپاره تر ټولو ښه ثابتیږي.

ګازره یوه غوره او پیاوړی سبزي ده، چې په بیټا کیروټین بډایه ده او د لمر له زیان رسوونکو وړانګو څخه په ساتنه کې مرسته کوي او په ژمي کې د لمر زیان رسونکې وړانګې ډیرې فعالې دي.

ګازره، چې د دې حلوا بنسټیز جز دی، په جوړښت کې یې ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین کی او فایبر شتون لري او ډېر وخت د ګازرو د حلوا تیارولو پر وخت شېدې هم ور زیاتېږي، چې دا یې کلسیم زیاتوي.

د ګازرو حلوا د بدن روغتیا لپاره ګټور غوړ برابروي او په ژمي کې د بدني دردونو په کمولو کې مرسته کوي، خو د ډېر غوړو له استعمال څخه بايد ډډه وشي او پرځای یې باید وطني غوړي استعمال شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …