کورپاڼه / کرکټ / انضمام الحق: په نړیوال جام کې د هند لوبډله تر فشار لاندې وه

انضمام الحق: په نړیوال جام کې د هند لوبډله تر فشار لاندې وه

د پاکستان کرکټ پخواني لوبډلمشر انضمام الحق ویلي دي، چې د هند کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې له لوبې وړاندې له پاکستانه ویره درلوده.

په دې وروستيو کې انضمام الحق يو خصوصي تلویزون سره یوه ځانګړې مرکه کړې، چې په هغې کې نوموړي په نړیوال جام کې د هند او پاکستان د لوبې په اړه تبصره کړې.

انضمام الحق وویل، زما په اند، شل اوریز نړیوال جام کې د هند لوبډله د لوبې تر پیل مخکې هم له پاکستاني لوبډلې څخه په وېره کې وه، که د پچې اچونې پر مهال د ویرات کوهلي او بابر اعظم مرکې وګورئ، نو پوه به شئ چې څوک تر فشار لاندې و.

هغه زیاته کړې، زموږ د لوبډلې باډي لینګویچ د هغوی په پرتله ډېر ښه و، داسې نه وه چې هند د روهيت شرما له سوځېدو وروسته تر فشار لاندې و، بلکې روهېت شرما پخپله تر فشار لاندې و او ښکاره ده چې ټول هندي لوبغاړي تر سخت فشار لاندې و.

انضمام الحق فکر کوي چې د پاکستان له لاسه له ماتې وروسته د هند پر لوبډلې فشار دومره زیات شو، بېخي تر وروستیو ځان کابو نه کړ. هغه دغه راز ویلي چې هند هغسې لوبه نه کوي، لکه په نړیوال جام کې یې چې وکړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …