کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان له سنرایزرز حېدراباد نه لارې بیلوي؟ اصل کیسه څه ده؟
راشد خان

راشد خان له سنرایزرز حېدراباد نه لارې بیلوي؟ اصل کیسه څه ده؟

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) د راتلونکي ۲۰۲۲ کال پړاو لپاره لوبډلو ته ویل شوي دي چې د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې دې، د هغه لوبغاړو لیسټ جمع کړای شي، چې لوبډلې یې له ځان سره ساتل غواړي او پاتې نور ټول لوبغاړي به د ای پي ایل بولۍ ته وړاندې کېږي.

په همدې لړ کې د سنرایزرز حېدراباد لپاره اوسمهال ډېر حالت له دې وجې دی، چې هغوی غواړي چې کین ویلیمسن د لومړي لوبغاړي په توګه له ځان سره وساتي، خو راشد خان ورته بیا ویلي دي، چې هغه به د لومړي لوبغاړي په توګه ساتي.

که د کریک بز وېبپاڼې راپور ومنل شي، نو له مخې یې حېدراباد راشد خان د دویم لوبغاړي په توګه له ځان سره ساتل غواړي، خو راشد خان ورسره بیا دا نه مني او هغه ورته ویلي دي، چې نوموړی به د لومړي لوبغاړي په توګه له ځان سره ساتي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د لومړي لوبغاړي او دویم لوبغاړي ترمنځ د ۴۰ میلیونه هندي روپیو توپیر دی، نو له دې امله حېدراباد ته به ګرانه شي چې کین ویلیمسن او راشد خان دواړه له ځان سره وساتي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې که چېرته د حېدراباد لوبډله راشد خان له ځان سره ونه ساتي او هغه بولۍ ته وړاندې شي، نو د بولۍ پر مهال د هغه اخیستل به حېدراباد ته ګران شي، ځکه چې نوموړی په ټوله نړۍ کې د شل اوریزو لوبو یو غوره توپ اچونکی دی او هره لوبډله به هڅه کوي چې هغه په خپله لوبډله کې شامل کړي.

که چېرته راپورونه ومنل شي، نو د دې خبرې ډېر احتمال شته، چې راشد خان له سنرایزرز حېدراباد لوبډلې سره پاتې نه شي او راتلونکي پړاو کې بولۍ ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …