کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او نیوزیلېنډ د ټیسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسېده

د هند او نیوزیلېنډ د ټیسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسېده

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د لومړۍ ټیسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسېده او په ۱۲۹ منډو یې هیڅ ویکټ له لاسه نه ده ورکړې.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په کانپور کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۱۱ اورونو لوبولو وتوانېده، چې ۳۴۵ منډې یې وکړې، چې شوبمن ګېل ۵۲، چیتشورا پوجارا ۲۶، انجکیا رهاني ۳۵، شریاس اییر ۱۰۵، رویندرا جدیجا ۵۰ او رویچندران اشوین ۳۸ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره ټیم سوتي غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز کیلي جیمیسن درې او اعجاز پټېل دوه ویکټې واخیستې.

نیوزیلېنډ د هند ۳۴۵ منډو په تعقیب ۵۷ اورونه لوبولي، کومه ویکټ یې له لاسه نه ده ورکړې او ۱۲۹ منډې یې کړي، چې ویل ینګ ۷۵ او ټام لیتم ۵۰ ناسوځېدلې منډې کړي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …