کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټين لیګ ۱۷مه لوبه د بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټين لیګ ۱۷مه لوبه د بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله

د ټي ټین لیګ په اولسمه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې حضرت الله ځاځي ۴۱ منډې وکړې او نوین الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه او لوبه د بنګله ټایګرز لوبډلې وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۱۷مه لوبه د بنګله ټایګرز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې د ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې حضرت الله ځاځي ۴۱، ویل جاکس ۴۳ او فاف ډوپلیسي ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا نوین الحق، لیام لیونګسټون، احمد دانیال، مرچنټ دی لانګي او ډیني براګس یوه-یوه ویکټې ترلاسه کړه.

د ټیم ابوظهبۍ لوبډله د ۱۳۱ منډو هدف په تعقیب د اوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې وکړې او بنګله ټایګرز لوبډلې ته یې په ۱۰ منډو لوبه وبایلله.

د ټیم ابوظهبۍ لپاره لیام لیونګسټون ۲۰ او ګریس ګېل ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، بنګله ټایګرز لخوا جیمس فولکنیر او بیني هاول دوه-دوه، ایسرو اوډانا، محمد عامر او لوک ووډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …