کورپاڼه / کرکټ / پیټ کومنس: ویاړم چې د اسټرالیا لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی یم

پیټ کومنس: ویاړم چې د اسټرالیا لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی یم

د اسټرالیا د ټیسټ لوبډلې نوي لوبډلمشر پیټ کومنس ویلي، دا د ویاړ خبره ده چې د اسټرالیا د ټیسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی یم او په دې برخه کې به پوره هڅه کوم.

پیټ کومنس ویلي چې هغه د سرسخت سیال انګلستان پروړاندې د ایشیز لوبلړۍ، چې ګابا کې پیلېږي، ته سترګې په لار دی.

هغه دغه راز د سټیو سمېت په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي دي، چې دا زما خوش قسمتي ده، چې سټیو سمېت راسره د لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.

د يادونې وړ ده، چې د اسټراليا پخواني لوبډلمشر ټېم پېن د غير اخلاقي پیغامونو له افشاء کېدو وروسته د ټېسټ لوبډلمشري پرېښوده او اوس يې له هر ډول کرکټ څخه وقفه هم واخیسته.

ټیم پین دا پرېکړه وروسته له هغې وکړ، چې غیر اخلاقي پیغامونه یې افشاء شول او اسټرالیا هم د ایشیز سیالیو ته لوبډله اعلان کړې وه.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …