کورپاڼه / خپلواک / دپيکا په خپل نوي فلم کې خپل مصنوعي (مېک اپ) ته په خپله هم حېرانه شوه
دپيکا پاډوکون

دپيکا په خپل نوي فلم کې خپل مصنوعي (مېک اپ) ته په خپله هم حېرانه شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما د نامتو او ښايستوکې فلمي ستورې دپيکا پاډوکون د نوي فلم (چهپاک) لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر په ټولنيزو رسنيو خپور شوى دى، چې نه يوازې د هغې مينه والو خوښ کړى دى، بلکې د نورو خلکو او هنرمندانو هم د دغه ټرېلر ډېره ستاينه کړې ده.

د دغه فلم لپاره دپيکا پاډوکون ته مصنوعي مېک اپ (ارايش) يا پروستيټک لګول شوى دى، چې له دغه مصنوعي مېک اپ وروسته چې کله هغې خپل ځان وليده، نو په خپله هم ځان ته حېرانه وه، چې څومره بدلون يې کړى دى.

د (چهپاک) فلم کيسه يوه رښتينې کيسه ده چې يوه نجلۍ پکې ښودل شوې، چې هغه زده کړې کوي او پر مخ يې تېزاب شيندل کېږي، چې وروسته هغه بيا د دې پر ضد راپاڅېږي، مبارزه کوي او په ټولنه کې يو ستر مقام ترلاسه کوي.

د فلم په يوه ډايلاګ کې ويل شوي دي چې (هغوى زما څېره خرابه کړې ده، زما زړه يا باطن نه) يعنې په دغه فلم کې دا پېغام ورکړل شوى دى، چې که داسې پېښې کېږي نو بايد چې پر وړاندې يې غږ پورته شي او دا چې د انسان ژوند په هېڅ حالت کې هم نه درېږي، بلکې په هر حالت کې چې انسان وي، بايد خپلو لوړو موخو ته ځان ورسوي او په ټولنه کې ځان ته يو ځانګړى مقام جوړ کړي.

د نامتو هنرمندې دپيکا پاډوکون دغه نوى فلم د راتلونکي کال د جنورۍ په ١٠مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي چې لارښود يا ډايريکټر يې ميګهنا ګلزار ده او اتيکا چوهان او ميګهنا ګلزار په ګډه ليکلى دى.

د يادولو ده چې د دې تر څنګ دپيکا پاډوکون اوس له خپل خاوند او نامتو فلمي ستوري رنوير سينګ سره په يوه بل فلم باندې هم کار کوي، چې هغه فلم د هند نامتو کرکټر کپيل ديو په ژوند جوړېږي. د دغه فلم نوم (٨٣) دى او په ځانګړې توګه پکې د ١٩٨٣ کال نړيوال جام ښودل کېږي، رنوير سينګ په دغه فلم کې د کپيل ديو او دپيکا پاډوکون بيا د هغه د ښځې رول لوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …