کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف د واده د میلمنو نوملړ کې بدلون راغلی

د کترینه کیف د واده د میلمنو نوملړ کې بدلون راغلی

د هندي اداکار ويکي کوشل او کترينه کيف د واده د مېلمنو نوملړ خپور شوی، چې په کې د يوه نړيوال عکاس نوم هم شامل دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ویکي کوشل او کترینه کیف که څه هم د خپل واده په اړه چوپ دي، خو په ورته وخت کې د دوی د واده میلمنو نوملړ خپور شوی. راپور زیاتوي، وړاندې له دې دواړه په راجستان کې واده وکړي، د ممبۍ په محکمه کې نکاح کوي.

کترینه کیف هغه نړیوال عکاس ته هم بلنه ورکړې، په ۲۰۱۷ کال یې د هغې فیشن لپاره عکسونه اخیستي. هندي رسنیو د داخلي سرچینو په حواله راپور ورکړی، د دسمبر په میاشت کېدونکې واده لپاره میلمنو نوملړ نوی شوی.

د راپور له مخې، د پیرو مشهور فوټوګرافر ماریو تیټینو هم د ویکي کوشل او کترینه کیف لخوا د واده بلنه ترلاسه کړې. ماریو په ۲۰۱۷ کال له کترینه کیف سره یوځای کار کړی و.

د ویکي کوشل او کترینه کیف واده ځینې مراسم د فلمي ډایرکټر کبیر خان په کور کې شوی و، چې د هغه مېرمن ماني ماتور هم په کې ګډون کړی و، نو هغوی دواړه حتماً واده ته بلل شوي دي او د هغوی ترڅنګ کرن جوهر، روهیت شیټي، علي عباس ظفر، سدھارت ملهوترا، کیارا اډواني، ورون دهون، نتاشا دلال او نور ملګري به هم په واده کې ګډون ولري.

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …